که هند تیر وځي نو پښمانه کونکی ځواب به وویني
د هند او پاکستان تر مینځ تاؤتریخوالی په داسې حال کې زیات شوی دی ، چې نن سبا دکشمیر کنټرول کرښې کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اخ و ډب پر دوام سربیره ، دپاکستان پوځ په همدا وروستیو کې پخپلې خاورې کې د هند څو بې پيلوټه جاسوسي الوتکې نسکورې کړي دي .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي دهندي داخله وزیر دګواښونکو څرګندونو په غبرګون کې وئيلي دي ، اسلام اباد د نوي ډیلي له هر ګواښ سره دمقابلې لپاره تیار دی او په وسپنیز سوک سره به ځواب ورکړي .
قریشي پرون ناوخته د د پاکستان په ضد د هوائي عملیاتو په باب هندوستان د کورنیو چارو د وزیرامیت شاه ګواښونکي څرګندونې غیرمسئولانه بللي او په دې اړه ئې د نړیوالې ټولنې دغبرګون ښودلو غوښتنه کړې ده .
د پا کستان خارجه وزیر وئيلي دي ،دغه هیواد په سیمې کې سوله او امنیت غواړي،خو په عین حال کې دهند هرډول عملیاتو ته د ځواب لپاره له لازمې توانمنۍ برخمن دی او پښمانه کونکی ځواب به ورکړي .
د هند او پاکستان تر مینځ تاؤتریخوالی په داسې حال کې زیات شوی دی،چې نن سبا دکشمیر کنټرول کرښې کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اخ و ډب پر دوام سربیره ، دپاکستان پوځ په همدا وروستیو کې پخپلې خاورې کې د هند څو بې پيلوټه جاسوسي الوتکې نسکورې کړي دي .