د ترکیې په مرسته د پاکستان د فوځ د بېړیو سمبالېدا
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90689-د_ترکیې_په_مرسته_د_پاکستان_د_فوځ_د_بېړیو_سمبالېدا
د ترکیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چي د پاکستان د سمندري ځواکونو لپاره د لومړي ځل لپاره به دا هیواد جنګي بېړۍ جوړه کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 11, 2020 13:23 Asia/Kabul
  • د ترکیې په مرسته د پاکستان د فوځ د بېړیو سمبالېدا

د ترکیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چي د پاکستان د سمندري ځواکونو لپاره د لومړي ځل لپاره به دا هیواد جنګي بېړۍ جوړه کړي.

د ډان نیوز په حواله، د دې جنګي بېړۍ د جوړولو په مراسمو کې په ترکیه کې د دواړو هیوادونو نظامي چارواکو ټینګار وکړ چی د ملجیم جنګي بېړۍ د دواړو هیوادونو تر مینځ د موافقې پر بنیاد جوړیږي.

د پاکستان او د ترکیې د نظامي چارواکو د موافقې پر بنیاد دوې جنګي بېړۍ به د کراچي په بندر کې او دوې بېړۍ به په ترکیه جوړه او د پاکستان سمندري ځواکونو ته ور وسپارل شي.

د پاکستاني چارواکو په وېنا، د رادار ضد جنګي بېړۍ (ملجیم) د بېلابېلو جنګي وسلو او د ټوغندیو د توغولو وړتیا لري.

د خبر پای/.