په پېښور کښې څو تنه ترهه ګر ونيول شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90755-په_پېښور_کښې_څو_تنه_ترهه_ګر_ونيول_شول
د پاکستان د پېښور پوليسو په يو لړ عملياتو کښې د جماعت الاحرار ترهه ګرې ډلې څلور غړي ونيول.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jun 15, 2020 02:59 Asia/Kabul
  • په پېښور کښې څو تنه ترهه ګر ونيول شول

د پاکستان د پېښور پوليسو په يو لړ عملياتو کښې د جماعت الاحرار ترهه ګرې ډلې څلور غړي ونيول.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د دغو څلور ترهه ګرو د نيولو په عملياتو کښې يو شمېر وسلې او لاسي بمونه هم ترلاسه کړل.

د پېښور د پوليسو د وېنا له مخې ټاکل شوې وه دغه ترهه ګر په دغه سيمه کښې څو ترهه ګريز عمليات ترسره کړي.

جماعت الاحرار ترهه ګرې ډلې تر اوسه په پاکستان کښې د مختلفو ترهه ګريزو حملو ذمه واري په غاړه اخېستې ده.