پاکستان د افغانستان د دیني عالمانو وژله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90760-پاکستان_د_افغانستان_د_دیني_عالمانو_وژله_وغندله
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په جوماتونو باندې ترهګرې حملې او د دغه هیواد د دیني علماؤ وژله وغندله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2020 08:30 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان د دیني عالمانو وژله وغندله

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په جوماتونو باندې ترهګرې حملې او د دغه هیواد د دیني علماؤ وژله وغندله.

له اسلام آباده د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کښې په افغانستان کښې پر جوماتونو د وروستیو بریدونو په غندلو او له قربانیانو سره یې د خواخوږۍ په څرګندولو سره د افغانستان د دیني عالمانو په وژلې خواشیني وښودله.

په دغه بیانیه کښې راغلې دي: پاکستان تل له سیاسي حل لارې د افغانستان د کړکیچ د ختمیدو ملاتړ کړی دی او په دې سختو شیبو کښې له افغان ولس سره پیوستون څرګندوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم داشان په افغانستان کښې د دیني عالمانو او لمونځ کونکو ټرورول یو نه توجیه کیدونکې او غیرانساني کار وباله.

د ویلو ده چې تندلارو کسانو د خپلو پرله پسې وژلو په دوام کښې د تیرې جمعې په ورځ  په تخار ولایت کښې مولوي عین ا... خلیاني او ترې یوه ورځ مخکښې یې په کابل کښې عزیز ا... مفلح ووژل.

تیره اونۍ هم د کابل پوهنتون استاد او د وزیر محمد اکبر خان جومات ملاامام مولوي محمد ایاز نیازي په بم چاودنه کښې ووژل شو.