پاکستان کښې دوه هندي ډیپلماټان بې درکه شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90762-پاکستان_کښې_دوه_هندي_ډیپلماټان_بې_درکه_شول
رسنیو د پاکستان په پلازمینې اسلام آباد کښې د هند د سفارت د دوو سفارتکارانو د بې درکه کیدو خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2020 10:22 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې دوه هندي ډیپلماټان بې درکه شول

رسنیو د پاکستان په پلازمینې اسلام آباد کښې د هند د سفارت د دوو سفارتکارانو د بې درکه کیدو خبر ورکړی دی.

ایرنا د پاکستاني رسنیو له قوله لیکلي چې د دغه هیواد د خارجه وزارت ویاندې عایشه فاروقي نن په اسلام آباد کښې د دوو هندي ډیپلماټانو د بې درکه کیدو د ادعا په غبرګون کښې وویل: مونږ د دې موضوع جاج اخلو.

د اسلام آباد خبري سرچینو زیاته کړې چې نوې ډیلي د دغو دوو هندي ډیپلماټانو د ورکیدو خبره له پاکستاني چارواکو سره مطرح کړې او پيښه تعقیبوي.

په اسلام آباد کښې د دوو هندي سفارتکارانو د بې درکه کیدو نه تایید شوي رپورټونه په داسې حال کښې خپریږي چې نوي ډیلي ۱۵ ورځې مخکښې په هندوستان کښې د پاکستان د سفارت د کنسولي برخې دوه کارکونکي د جاسوسۍ په تور وباسل.