پاکستان د کشمیر په هکله د هند د دفاع وزیر څرګندونې وغندلې
د پاکستان حکومت له هندوستانه وغوښتل چې اختلافاتو ته د لمن وهلو او د اسلام آباد ترکنټرول لاندې کشمیر په هکله د بحث پر ځاې، زرترزره په کشمیر کښې محدودیتونه ختم کړي
د پاکستان حکومت د کشمیر (د اسلام آباد تر کنټرول لاندې) آزادې سیمې په هکله د هندوستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو او هم داشان د نوي ډیلي ترکنټرول لاندې کشمیر د حالاتو په غبرګون کښې هغه وغندل او ویې ویل: هندوستان دې له توهمه لاس واخلي.
د پاکستان خارجه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره نوې ډیلې یوځل بیا د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د ملکي وګړو په ځپنې، د محدودیتونو په دوام، د انټرنیټ په شمول د اربتاطي خدماتو په ځنډولو او د کرونا د خپریدو په دې حالاتو کښې د دغې سیمې د اوسیدونکو خلاف د جعلي عملیاتو په ترسره کولو تورن کړ.
اسلام آباد په دغه خبرپاڼه کښې له هندوستانه غوښتې دي چې د پاکستان ترکنټرول لاندې کشمیر سیمې په هکله له توهمه او په کشمیر کښې په رسمیت د خپلو اقداماتو له پيژندلو لاس واخلي.
د پاکستان حکومت هم داشان له هندوستانه وغوښتل چې اختلافاتو ته د لمن وهلو او د اسلام آباد ترکنټرول لاندې کشمیر په هکله د بحث پر ځاې، زرترزره په کشمیر کښې محدودیتونه ختم کړي او نړیوالو څارونکو او خپلواکو رسنیو ته، سیمې ته د لاسرسۍ اجازه وکړي.