د پيښور محکمې دوه سوه صادر شوي حکمونه باطل کړل
د پاکستان د پيښور هايي کورټ پرون د دوو سوو کسانو لپاره د دغه هیواد د پوځي محکمې له خوا صادر شوي احکام باطل اعلان کړل.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، دغه کسان چې د پاکستان د پوځي عدالت له خوا له ترهګرو سره د ملګرتیا په شمول مختلفو جرمونو باندې تورن وو، په عمر قید یا څو کاله بند باندې محکوم شوي وو.
د دغه رپورټ له مخې د دغو زندانیانو کورنۍ باوري دي چې دوي ته د خپلې دفاع لپاره پوره فرصت نه وو ورکړې شوې او ځیني په کښې د هغوي د جرمونو له ثابتیدو پرته په جیلونو کښې پراته دي.
په پاکستان کښې د پوځي محکمې د کار له پیلیدو راهیسې ډیر نیول شوي ترهګر پانسي کړې شوې دي، په داسې حال کښې چې د دغې محکمې د کار له پیلیدو مخکښې به معمولاً په ترهګرو ډلو پورې اړوند کسان په قید محکومیدل او څه موده پس به بیرته آزادیدل.