د ایران او پاکستان سرحد د تجارت لپاره پرانیستل شو
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان حکومت د ایران او د خپل هیواد د تجارت د اسانتیا لپاره میرجاوه او تفتان سرحدي لاره له سره خلاصه کړه .
د ایران له اسلامي جمهوریت سره د سرحدي تجارت د اسانتیا او د شیانو د صادراتو او وارداتو د خنډونو د ختمولو لپاره د پاکستان د چارواکو له فیصلې وروسته د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت نن په یوې (۱) خبرپاڼه کښې د روغتیا له پروټوکولو سره سم د تجارت لپاره د میرجاوه او د تفتان سرحدي لارې د بیرته خلاصیدا حکم ورکړ .
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په بیانیې کښې ویل شوي دي چې د تفتان سرحدي لاره په اونۍ کښې اوه (۷) ورځې یوازې د ایران او د پاکستان ترمینځ د سرحدي تجارت لپاره خلاصه شوي ده .
د کورونا ویروس د خپریدا او د پاکستان لخوا د لګول شویو محدودیتونو په وجه له تیرو څلورو (۴)میاشتو راهسې د ایران او د پاکستان ترمینځ سرحدي مبادلات محدود او بند شوي وو.