پاکستان: له روسیې سره د افغانستان او سیمې په اړه مشورې کوو
Jun 19, 2020 00:49 Asia/Kabul
شامحمود قریشي روسیه خپل مهم شریک او ملګری بللی دی او ټینګار یې کړی دی چې له دغه هیواد سره به دایمي او هر اړخیزې اړیکې ټینګې کړي.
د پاکستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو سرګي لاوروف او شاه محمود قریشي د افغانستان پر وروستي وضعیت تلیفوني بحث کړی دی.
دواړو هیوادونو په افغانستان کې دایمي سولې لپاره افغاني مذاکرات یوازنۍ لاره بللې ده.
په دې تلیفوني تماس کې قریشي ویلي، پاکستان د افغانانو تر منځ د مذاکراتو پيلیدو ملاتړ کوي .
په دې تلیفوني اړیکه کې دواړو هیوادونو د سیمه ییزو مسایلو لپاره د یو بل پر ملاتړ ټینګار کړی او د خپلمنځي سلا مشورو جاري ساتلو باندې یې هوکړه کړې ده.
شامحمود قریشي روسیه خپل مهم شریک او ملګری بللی دی او ټینګار یې کړی دی چې له دغه هیواد سره به دایمي او هر اړخیزې اړیکې ټینګې کړي.
ټیګونه