د ایران او پاکستان ترمینځ دمیرجاوې پوله ایزه لاره پرانیستل شوه
د ایران دسیستان او بلوچستان ولایت میرجاوې ګمرک د پاکستان دبلوچستان صوبې د تفتان ګمرک تر څنګ واقع دی او د دواړو هیوادونو د سړک دلارې د تجارتي مبادلاتو اصلی لاره ګڼل کیږي .
زمونږخبریال راپور راک دایران د ګمرکو د ادارې ویندوي سید روح ا..لطیفي پرون په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي په میرجاوې پولې کې دپاکستان له لورې د ایران د صادراتي جوپې پنځه څلویښت ګاډي منل شوي دي .
روح ا... لطیفي وئيلی دي ، له دې مخکې د دواړو هیوادونو تجارتي پولې له څو میاشتنۍ بندیدا وروسته په اونۍ کې د درو ورځو لپاره په محدود ډول پرانیستې وې خ و اوس د پاکستان دحکومت په نوي فیصلې سره له جمعې ورځې راهسې به د دواړو هیوادونو د تجارتي شیانو د وړونکو ګاډو په وړانډې درسته اونۍ پرانیستي وي .
د ایران دسیستان او بلوچستان ولایت میرجاوې ګمرک د پاکستان دبلوچستان صوبې د تفتان ګمرک تر څنګ واقع دی او د دواړو هیوادونو د سړک دلارې د تجارتي مبادلاتو اصلی لاره ګڼل کیږي .