په افغانستان کښې د مالي فساد عامل امریکا
د پاکستان یو سیاسي کارپوه، په افغانستان کښې د مالي فساد عامل امریکا ګڼي.
د پاکستان سیاسي کارپوه انعام الحق د پاکستان په ایکسپریس ټریبیون ورځپانې کښې د «افغانستان، د فساد پروړاندې د تاوتریخوالي ماتی»تر عنوان لاندې په یوه مقاله کښې لیکلي: امریکایانو له تیرو ۱۹ کالو تر اوسه د تاوتریخوالي او نشه ایزو توکو د پای او په افغانستان کښې د ثبات لپاره د هڅو ادعا کوي.
خو په عمل کښې په دغه هیواد کښې د فساد رامینځته کولو عامل دی.
دې پاکستاني سیاسي کارپوه د امریکایانو لخوا مالي فساد ته په اشارې سره زیاته کړه: د امریکې بې نښې او ناپیژندل شوې پیسې په افغانستان کښې په د ټولو ډلو ترمینځه ویشلې شوې دي او هغه عناصر چې ترټولو زیات ترې ګټه اخلي وسله والې ډلي او د نشه ایزو توکو قاچاقیان دي.
د نړیوال شفافیت سازمان د راپور له مخې، افغانستان د نړۍ ترټولو فاسد هیوادونو په لسټ کښې شتون لري چې د نړۍ د فاسدو هیوادونو په لسټ کښې په ۱۸۷ هیوادونو کښې په یو سل او څلور اتیایم دی.