د پاکستان په پاره چنار سیمه کې بم چاودنه شوي
Jun 22, 2020 07:11 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د کرمې ضلعې په مرکز پاره چنار ښار کښې د فلاینګ او ګاډو اډې ته نږدې په مزدور چوک کښې یوه(۱) بم چاودنه شوي ده اودرې کسان پکښې ژوبل شوي چې مرکز روغتون ته وړل شوي .
ویل کیږي چې دغه یو(۱) ټایم بم و چې په یوې ټوکرې کښې کښې کیښودل شوی و .
په کوم ځاې کښې چې بم چاودنه شوي ده هلته د خلکو ډیره ګڼه ګوڼه وي او مزدوران هم ناست وي خو له نیکمرغه د پیښې په وخت هلته زیاته ګڼه ګوڼه نه وه ځکه خو څوک مړه شوي نه دي او یوازې درې (۳) کسان ژوبل شوي .
پولیسو او امنیتي ځواکونو د پیښې ځای کلابند کړی او تحقیقات یې پیل کړي دي .
د ویلو ده چې په تیرو کلونو کښې هم ځینو ترهګرو ډلو په پاره چنار سیمه کښې ډیرې خونړې بم چاودنې کړي وې او ګڼ شمیر بې ګناه خلک یې مړه او ژوبل کړي وو .
ټیګونه