د پاکستان او د افغانستان سرحدي لارې پرانیستل شوې
Jun 22, 2020 09:32 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل د افغانستان او د پاکستان ګډ سرحدونه له سره پرانیستل شول .
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوې (۱) بیانیې کښې وویل د افغانستان د حکومت په غوښتنه د تورخم او د چمن سرحدي لارې د دوه اړخیزه تجارت لپاره له سره خلاصې شوې .
ټاکل شوي ده چې نن له افغانستان سره د پاکستان د غلام خان سرحدي لارې فعالیت له سره پیل شي .
پاکستان له تیرې مارچ میاشتې راهسې د کورونا ویروس په خاطر له افغانستان سره د تورخم او د چمن سرحدي لارې تړلي وې .
ټیګونه