هندوستان په افغانستان کښې سوله نه غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90956-هندوستان_په_افغانستان_کښې_سوله_نه_غواړي
تسنیم خبري اژانس وايي د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل د هندوستان حکومت په افغانستان کښې د جنګ د ختمیدا او د سولې د ټینګیدا غوښتونکی نه دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 22, 2020 11:38 Asia/Kabul
  • هندوستان په افغانستان کښې سوله نه غواړي

تسنیم خبري اژانس وايي د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل د هندوستان حکومت په افغانستان کښې د جنګ د ختمیدا او د سولې د ټینګیدا غوښتونکی نه دی .

هغه وویل هندوستان په افغانستان کښې د ورانکار او د غیر مسولانه رول د لوبولو په حال کښې دی .

دغه راز د پاکستان د متحده قومي غورځنګ نامتو غړي محمد انور هم نن وویل د دغه غورځنګ غړي په هیواد کښې د هرډول ډول عملیاتو لپاره په انګلستان کښې د هندوستان له ډيپلوماټانو سره په تماس کښې وو او نوي ډیلي د دغه غورځنګ لګښتونه ورکول .