هندوستان په افغانستان کښې سوله نه غواړي
Jun 22, 2020 11:38 Asia/Kabul
تسنیم خبري اژانس وايي د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل د هندوستان حکومت په افغانستان کښې د جنګ د ختمیدا او د سولې د ټینګیدا غوښتونکی نه دی .
هغه وویل هندوستان په افغانستان کښې د ورانکار او د غیر مسولانه رول د لوبولو په حال کښې دی .
دغه راز د پاکستان د متحده قومي غورځنګ نامتو غړي محمد انور هم نن وویل د دغه غورځنګ غړي په هیواد کښې د هرډول ډول عملیاتو لپاره په انګلستان کښې د هندوستان له ډيپلوماټانو سره په تماس کښې وو او نوي ډیلي د دغه غورځنګ لګښتونه ورکول .
ټیګونه