پاکستان د ترهګرۍ په هکله د امریکا ادعا رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i91043-پاکستان_د_ترهګرۍ_په_هکله_د_امریکا_ادعا_رد_کړه
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هیواد په خاوره کښې د ترهګرو لپاره د امن ځایونو د شتون په هکله د امریکا له کینې څخه ډک راپور رد کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 25, 2020 23:54 Asia/Kabul
  • پاکستان د ترهګرۍ په هکله د امریکا ادعا رد کړه

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هیواد په خاوره کښې د ترهګرو لپاره د امن ځایونو د شتون په هکله د امریکا له کینې څخه ډک راپور رد کړ .

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت پرون مازیګر په یوې (۱) خبرپاڼه کښې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د اسلام اباد په رول باندې د واشنګټن  په سترګو پټولو خواشینۍڅرګنده کړه او ویې ویل پاکستان د ترهګرو ډلو تر نابودۍ پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي .

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي امریکا په داسې حال کښې پاکستان د ترهګرو ډلو لپاره د امن ځای په توګه ګڼي چې واشنګټن د داعش ترهګرې ډلې  ملاتړی دی او اسلام اباد د ترهګرو ډلو لخوا له جدي ګواښ سره مخ دی .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه (۱) راپور کښې ادعا وکړه چې پاکستان هماغه راز د ترهګرو ډلو امن پناه ځای دی او دغه ترهګرې ډلې د اسلام اباد په ملاتړ سره د افغانستان او د هندوستان په خاورو بریدونه کوي .