د امریکا پر لاس وهونکي سیاست د پاکستان نیوکه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i91054-د_امریکا_پر_لاس_وهونکي_سیاست_د_پاکستان_نیوکه
د پاکستان د بشري حقوقو وزیره د نورو هیوادونو په وړاندې د امریکا پر لاس وهونکي سیاست نیوکه کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2020 08:17 Asia/Kabul
  • د امریکا پر لاس وهونکي سیاست د پاکستان نیوکه

د پاکستان د بشري حقوقو وزیره د نورو هیوادونو په وړاندې د امریکا پر لاس وهونکي سیاست نیوکه کړې.

د ایرنا خبري اژانس په حواله، د پاکستان د بشري حقوقو وزیره شیرین مزاري د اسلام اباد او بیجینګ تر مینځ په ګډو اقتصادي هڅو کې د واشنګټن د لاس وهنو او د پاکستان د نوې بودیجې په اړه د امریکا د ادعاو په غندلو سره وویل: د امریکا لاس وهونکي سیاستونه به له ماتي سره مخ شي.

د پاکستان د بشري حقوقو وزیره زیاته کړه: نړیوال نظم تغییر مونډلئ او هغه کسان (آمریکا) چي په نورو هیوادونو کې د اغېزمنتیا په لټه کې دي لومړی دي نوی نړیوال خوځښت درک کړي.

د پاکستان خارجه وزیر هم تېره ورځ د یوې بیانيې په صادرولو سره د ټروریزم په اړه د امریکا د خارجه وزارت د نوی راپور په غندلو سره د واشنګټن څخه یې وغوښته چي د ټروریزم د نړیوال ګواښ په اړه سمه لیدلورۍ خپله کړي.

د خبر پای/.