د کراچۍ برید په بهرني ملاتړ سره شوی دی
(last modified Tue, 30 Jun 2020 09:28:38 GMT )
Jun 30, 2020 13:58 Asia/Kabul
  • د کراچۍ برید په بهرني ملاتړ  سره شوی دی

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل د کراچۍ ښار د ونډو د بازار په ودانۍ ترهګره حمله د خارجي عواملو په لاس لرلو او له ټروریسټانو د هغوې په ملاتړ سره ترسره شوه .

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې عایشه فاروقي نن وویل له هندوستان سره د حملو کونکو ارتباط ښکاره شوی او د اسلام اباد حکومت له دې مخکې هم د پاکستان په خاوره کښې په ترهګرو عملیاتو کښې د هندوستان د استخباراتي ادارې د لاس لرلو په هکله ثبوتونه وړاندې کړي دي .

هغې د کراچۍ د ونډو د بازار په ودانۍ د ترهګرې حملې د غندلو په ترڅ کښې وویل نړیواله ټولنه باید د ګاونډیو هیوادنو په بې ثباته کولو کښې له ترهګرو څخه  د هندوستان د ملاتړ د بندولو لپاره اقدام ترسره کړي .

د پاکستان دسیند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې د ونډو د بازار په ودانۍ پرون سهار ترهګرې حملې کښې د پولیسو د یوه(۱) افسر او د ودانۍ د څلورو (۴) ساتونکو په شمول اوه (۷) کسان وژل شوي وو .

د پاکستان د بلوچستان د ازادي غواړي پوځ په نوم ترهګر او غیر قانوني ډلې د دغه حملې مسولیت پرغاړه اخیستی دی .