د پاکستان په کرمې سیمې کښې جګړه هماغه راز دوام لري
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د خیبر پښتونخوا په کرمې ضلعې کښې د طوري قوم او د پاړه چمکني قوم ترمینځ د ځمکې پرسر جګړه چې ځلور (4) ورځې مخکې پیل شوي وه اوس هم دوام لري او تراوسه پورې د دواړه لورو څه دپاسه نهه(۹) کسان مړه او له دیرشو (۳۰) زیات ژوبل شوي دي .
ویل کیږي چې د کرمې سیمې ډپټي کمشنر شاه فهد چې یو(۱) ډیر تعصبي سړی دی د دغه جګړې د رامینځته کولو اصلي عامل دی کوم چې د بیلابیلو قبیلو ترمینځ د شخړو د هوارولو پرضد اختلافاتو ته لمن وهي .
دغه راز پرون د اسلام اباد د خبریالانو کلب مخ ته د جوانان کرم تنظیم یوشمیر کسانو مظاهره وکړه او شعارونه یې ورکړل او د شخړې په سر د اختلافاتو د ختمیدا او د جنګ د بندیدا غوښتنه یې وکړه .
د پاکستان د پنجاب صوبې په چیچه وطني سیمه کښې په یوې غونډې کښې د مجلس وحدت مسلمین ګوند مشرانو چې پکښې سید مرید حسین شاه کاظمي ، علامه رضا غفاري ، مولانا باقر حسین علوي ګډون درلود د پاره چنار د شهید شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه .
هغوې وویل مونږ د پاره چنار له غیرتمنو خلکو سره ولاړ یوو او زیاته یې کړه د پاکستان په اتو (۱) قبایلي سیمو کښې کرم ایجنسۍ واحده سیمه ده چې له پوځ سره یې مرسته او ملګرتیا کړي ده او د کرمې طوري قوم طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته ماتي ورکړه او د هیواد بیرغ یې ورپوه .