د هندوستان د سفارت کارکونکي له پاکستانه ووتل
Jul 01, 2020 12:02 Asia/Kabul
د هند او پاکستان ترمینځ د کشالې په دوام کښې په اسلام آباد کښې د هند د سفارت نیمايي کارکونکي د پاکستان له خاوره ووتل.
د هند او پاکستان ترمینځ د کشالې په دوام کښې په اسلام آباد کښې د هند د سفارت نیمايي کارکونکي د پاکستان له خاوره ووتل.
پاکستاني رسنیو لیکلي چې د اسلام آباد او نوي ډیلي ترمینځ د سفارتي شخړې په زیاتیدو سره د هندوستان د شپږو ډیپلماټانو په شمول په پاکستان کښې د دغه هیواد د سفارت ۳۸ کارکونکي د واهګه سرحد له لارې خپل هیواد ته ستانه شول.
خبري سرچینو زیاته کړه: په نوي ډیلي کښې د پاکستان د سفارت د کارکونکو او د هغوي د کورنیو په شمول ۱۰۰ تنه پاکستانیان هم پرون د واهګه ځمکني سرحد له لارې د پاکستان خاورې ته لیږل شوي وو.
ټیګونه