د پاکستان فوځ:
په پاکستان کې چیني ځواکونه حضور نه لري
د پاکستان فوځ په دې هیواد کې د چیني فوځیانو د شتون او د چین له خوا د دې هیواد د هوایي اډو د استعمال رايور رد کړ.
د ایرنا خبري اژانس په حواله، پاکستاني فوځ تېره ورځ د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ چي د هندوستاني رسنیو له خوا د کشمیر پر کنټرول لاین باندې د ځواکونو د زیاتیدا او په پاکستان کې د چیني فوځیانو د شتون په اړه خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري.
پاکستان په داسي حال کې د چیني فوځیانو د حضور پر موضوع غبرګون ښودلی چي په هندوستان کې ځینو خبري سرچینو ادعا کړې چي د پاکستان دولت د دې هیواد په شمال کې د اسکردو په ښار کې چیني فوځیانو ته هوایي اډه ورکړې ده.
د پاکستان خارجه وزیر هندوستان سره د سیاسي او نظامي ټنشنونو د زور اخیستنې سره سم، د چین او هندوستان تر مینځ د سرحدي پېښو په غبرګون کې د چین له دریځ څخه په ملاتړ سره پر هندوستان باندې د فراختیا غوښتنې تور ولګوی.
د پاکستان دولت تېر کال هم په دی هیواد کې د چین له خوا د نظامي اډو د جوړونېپه اړه د امریکا ادعا ناسمه بللې وه.
خبر پای/.