له ایران سره د پاکستان څلور سرحدي لارې پرانیستل شوې
د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني دوه میاشتې مخکې دپاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په ټيلیفوني خبرو کې دطبي پروټوکولونو په بشپړ رعایتولو سره د دواړو هیوادونو دسرحدي بازارونو پرانیستل د تهران او اسلام اباد دتجارتي اړیکو دپراختیا لامل بللي وو .
ایرنا خبري آژانس راپورورکړی،د پاکستان دکورنیو چارو زوارت بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره له ایران سره د پاکستان د څلورو نوو سرحدی سترو لارو دپرانیستو خبر ورکړی دی .
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي،له ایران څلور پوله ایزې لارې (یعني د ګبد، مند، کاتګر او چادګي څلور سرحدي لارې )له یوازې د تجارت لپاره او په اونۍ کې اوه ورځې پرانیستل شوي دي .
د پاکستان حکومت دغه سترې لارې د روغتیا اوطبي پروټوکولونو په اساس پرانیستي دي .
د ایران او پاکستان سرحدي لارې دکرونابحران دخوریدا له امله تړل شوي وې.