له ایران سره د پاکستان څلور سرحدي لارې پرانیستل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i91249-له_ایران_سره_د_پاکستان_څلور_سرحدي_لارې_پرانیستل_شوې
د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني دوه میاشتې مخکې دپاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په ټيلیفوني خبرو کې دطبي پروټوکولونو په بشپړ رعایتولو سره د دواړو هیوادونو دسرحدي بازارونو پرانیستل د تهران او اسلام اباد دتجارتي اړیکو دپراختیا لامل بللي وو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 05, 2020 07:10 Asia/Kabul
  • له ایران سره د پاکستان څلور سرحدي لارې پرانیستل شوې

د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني دوه میاشتې مخکې دپاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په ټيلیفوني خبرو کې دطبي پروټوکولونو په بشپړ رعایتولو سره د دواړو هیوادونو دسرحدي بازارونو پرانیستل د تهران او اسلام اباد دتجارتي اړیکو دپراختیا لامل بللي وو .

ایرنا خبري آژانس راپورورکړی،د پاکستان دکورنیو چارو زوارت بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره له ایران سره د پاکستان د څلورو نوو سرحدی سترو لارو دپرانیستو خبر ورکړی دی .

  په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي،له ایران  څلور پوله ایزې لارې (یعني د ګبد، مند، کاتګر او چادګي څلور سرحدي لارې )له یوازې د تجارت لپاره او په اونۍ کې اوه ورځې  پرانیستل شوي دي .

 د پاکستان حکومت  دغه سترې لارې  د روغتیا اوطبي پروټوکولونو په اساس پرانیستي دي .

 د ایران او پاکستان سرحدي لارې دکرونابحران دخوریدا له امله تړل شوي وې.

Image Caption