هندي او پاکستاني پوځیان بیاهم په کشمیر کښې سره ښکیل شول
Jul 07, 2020 03:15 Asia/Kabul
د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندوستان او پاکستان د پوځیانو ترمینځ نښته کښې پنځه تنه ملکیان ژوبل شول.
د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې هندي پوځیانو وړمه شپه څو ځلې د اوربند خلاف ورزي وکړه او د پاکستان په خاوره کښې استوګنې سیمې یې په درنو وسلو وویشتلې چې له امله یې د دوو ځلمیانو او دوو مشرو ښځو په شمول پنځه تنه کشمیري ښاریز سخت زخمي شول.
د پاکستان پوځ وايي چې دغو بریدونو ته سخت ځواب ورکوي.
د پاکستان پوځ تیره چهارشنبه هم د هندي ځواکونو د ډزو له امله د یو ملکي وګړي د مړینې خبر ورکړی و.
ټیګونه