په پاکستان کښې د طاهرالقادري درې نوي پلويان آزاد کړې شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i91340-په_پاکستان_کښې_د_طاهرالقادري_درې_نوي_پلويان_آزاد_کړې_شول
د پاکستان د لاهور لوې محکمې د ماډل ټاون د پېښې د بنديانو د جرائمو په څېړنې سره د طاهرالقادري درې نوي پلويانو د آزادولو حکم جاري کړ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 08, 2020 09:34 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د طاهرالقادري درې نوي پلويان آزاد کړې شول

د پاکستان د لاهور لوې محکمې د ماډل ټاون د پېښې د بنديانو د جرائمو په څېړنې سره د طاهرالقادري درې نوي پلويانو د آزادولو حکم جاري کړ.

ډان نيوز خبري آژانس د رپوټ له مخې د لاهور لوې محکمې وويل، د پاکستان د عوامي تحريک ګوند دغه پلويان د دوه لکو روپو جرمانې په ادا کولو سره له جېله آزاد کړې شول.

د پاکستان د عوامي تحريک ګوند پلويان په 2014 کال کښې د پنجاب صوبې د صوبائي حکومت او د دغې صوبې د وزيراعلی شهباز شريف په تېره تيره بيا لاهور ښار کښې په سياستونو باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې چې په احتجاج کونکو باندې د پوليسوپه ډزو سره د دغه ګوند څوارلس تنه ووژل شول او په سلګونو نور ژوبل او ونيول شول.