د کشمیریانو د قتل عام په اړه د عمران خان خبردارې
عمران خان د هند تر کنټرول لاندې د کشمیری ولس خراب وضعیت ته په اشاری سره وویل د صربانو له لوری په سربرنیتسا کې د بوسنیا د مسلمانانو د مظلومانه وژلې په شان غمیزه د کشمیری خلکو په انتظار ده
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د هندی عسکرو لخوا د کشمیریانو د وژلې په اړه خبردارې ورکړ .
عمران خان د هند تر کنټرول لاندې د کشمیری ولس خراب وضعیت ته په اشاری سره وویل د صربانو له لوری په سربرنیتسا کې د بوسنیا د مسلمانانو د مظلومانه وژلې په شان غمیزه د کشمیری خلکو په انتظار ده .
دپاکستان لومړی وزیر زیاته کړه هندی عسکر له دې پرته چی د قضایی تعقیب اندیښنه ولرلې شی ، د کشمیریانو قتل عام کوي . عمران خان جوته کړه څه د پاسه اته میلیونه کشمیریان د اته لکه ههندی عسکرو په وسیله کلابند شوی دي او کابو یو کال کیږی د هغو لپاره د ژوند د لومړنیو امکاناتو برابرول مشکل شوی دي .
د کشمیری مسلمانانو پرضد د موجودو ګواښونو په اړه د عمران خان نوې خبرداری د هغه بهیر په چوکاټ کې دی چی له تیر اوړی راهیسې د نوی ډیلی له خوا د کشمیر د ځانګړی حثیت په لغوه کولو سره په ایجنډه کی راغلی دې . د هند واکمن بی جې پی ګوند چی افراطی ملی پال کړچار لری ، په وروستیو لسیزو کې له مسلمانانو سره په مقابله کی ډیره بده مخینه درلودلی ده . په ۱۹۹۲ میلاد یکال کی په ګجرات کی د هند د اوسنی لومړی وزیر مودی په وخت کی چی هغه وخت د ګجرات اعلی وزیر وو ، د مسلمانانو بابری جومات ړنګ او افراطی هندوانو په لاس څه د پاسه دوه زره مسلمانان قتل عام شول چی دغه وحشیانه قتل عام به د مسلمانانو له ذهنه هیڅکله پاک نشي . د مودی په کارنامه کی په داسې مخینې سره له هغه وخته چی مودی د هند لومړی وزیر شوی دې ، د مسلمانانو په تیره بیا کشمیری مسلمانانو پرضد فشارونه په بې مخینې ډول زیات شوی دي .
د هندحکومت په وسیله د کشمیر د ځانګړی حثیت له لغوه کیدا وروسته کابو یو کال کیږی چی د کشمیری مسلمانانو پرضد امنیتی شرایط سخت شوی دي او د کشمیریانو لپاره مخابراتی او اینټرنیټی لارې له پراخو محدودیتونو سره مخامخ شوی دي . د هند حکومت د مسلمانانو لپاره د مذهبی دستورو په محدودیتونو سره چی یو ډول مذهبی توبیر حسابیږی ، د استوګنیدا د مجوز ترلاسه کول یوازې غیر مسلمانو کډوالو لپاره ممکن کړی دي او دا مسلمانانو پرضد په ښکاره توپیر دې .
په داسې شرایطو کی چی د هند امنیتی عسکرو د کشمیریانو لپاره یو ډول غیر قانونی د کور جیل تابیاوې اعمال کړی دي ، د کشمیری مسلمانانو پرضد د دغه هیواد دد عسکرو لخوا د مرګونو اقداماتو اندیښنې زیاتې کړی دي .
په همدې اساس د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د هند د امنیتی عسکرو په لاس د کشمیریانو د احتمالی پراخې وژلې په اړه په خبرداری سره یو ډول د دغې سیمې د اوسیدونکیو د سختو شرایطو او کشمیر مسلې ته د نړیوالې ټولنې د پام غوښتنه کړی ده .
البته باید پام وشی چی په هند کې د مسلمانانو پرضد دباونه او د ځان ګواښونه یوازې د دغه هیواد تر کنټرول لاندې سیمې پورې ندی محدود . په هند کې د لسو جوماتونو سوزول د افراطی هندوانو له لوری د اسلام دښمنۍ او نور بشری ضد اقدامات دي چی د دغه هیواد پولیسو او امنیتی عسکرو په مخ کې دا جنایت شوی دی او هغو یوازې تماشچیان وو .