هند او پاکستان بیاهم په کشمیر کنټرول لاین کښې ښکیل شول
Jul 14, 2020 03:30 Asia/Kabul
د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندي او پاکستاني پوځیانو په نښته کښې ۶ تنه ژوبل شول.
د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د هندوستان سرحدي ځواکونو یوځل بیا د سرحدي اوربند د موافقې په خلاف ورزۍ سره دوه سرحدي سیمې په نښه کړې چې له امله یې د یو یوولس کلن ماشوم په شمول ۶ تنه ملکي کشمیریان زخمي شول.
په دغه خبرپاڼه کښې راغلې دي: د پاکستان سرحدي ځواکونو هم د هندي ځواکونو د حملې په ځواب کښې د هغوي سنګرونه وویشتل.
دا په تیره یوه اونۍ کښې د هند او پاکستان څلورمه سرحدي نښته ده.
ټیګونه