په کراچۍ کې شپږ ترهه ګر ونیول شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i91593-په_کراچۍ_کې_شپږ_ترهه_ګر_ونیول_شول
په پاکستان کې د سپاه صحابه ،جنګوي لښکر ، جماعت الاحرار او طالبانو پشمول زیاتې ترهه ګرې ډلګۍ فعالیتونه کوي چې ددغه هیواد دعامو مسلمانانو ژوند ئې تر ډيره حده تریخ کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2020 06:52 Asia/Kabul
  • په کراچۍ کې شپږ ترهه ګر ونیول شول

په پاکستان کې د سپاه صحابه ،جنګوي لښکر ، جماعت الاحرار او طالبانو پشمول زیاتې ترهه ګرې ډلګۍ فعالیتونه کوي چې ددغه هیواد دعامو مسلمانانو ژوند ئې تر ډيره حده تریخ کړی دی .

 جیوټي وي خبري چینل راپور ورکړی،د پاکستان پولیسو وئيلي دي ،دغه نیول شوي ترهه ګر چې د هند د راء استخباراتي ادارې له خوا ئې نیغ په نیغه ملاتړ کید،په کراچۍ ښار کې ئې دترهه ګروعملیاتو نیّت درلود چې له  ورانکارۍ مخکې  ونیول شول .

 د پاکستان د پولیسو د راپور په اساس،د ترهه ګرو له پټنځایونو ،زیات شمیر وسله ،تجهیزات، مهمات او چاودیدونکي توکي کشف اوضبط شوي دي .

 له دې مخکې هم د کراچۍ ښار د ونډو د بازار په ودانۍ په ترهه ګرې حملې کې ددغې ودانۍ د څلورو ساتونکوپشمول اوه کسان او څلور ترهه ګر وژل شوي وو . 

په پاکستان کې د سپاه صحابه ،جنګوي لښکر،جماعت الاحرار او طالبانو پشمول زیاتې ترهه ګرې ډلګۍ  فعالیتونه کوي چې ددغه هیواد دعامو مسلمانانو ژوند ئې تر ډيره حده تریخ کړی دی .