په کراچۍ کې شپږ ترهه ګر ونیول شول
په پاکستان کې د سپاه صحابه ،جنګوي لښکر ، جماعت الاحرار او طالبانو پشمول زیاتې ترهه ګرې ډلګۍ فعالیتونه کوي چې ددغه هیواد دعامو مسلمانانو ژوند ئې تر ډيره حده تریخ کړی دی .
جیوټي وي خبري چینل راپور ورکړی،د پاکستان پولیسو وئيلي دي ،دغه نیول شوي ترهه ګر چې د هند د راء استخباراتي ادارې له خوا ئې نیغ په نیغه ملاتړ کید،په کراچۍ ښار کې ئې دترهه ګروعملیاتو نیّت درلود چې له ورانکارۍ مخکې ونیول شول .
د پاکستان د پولیسو د راپور په اساس،د ترهه ګرو له پټنځایونو ،زیات شمیر وسله ،تجهیزات، مهمات او چاودیدونکي توکي کشف اوضبط شوي دي .
له دې مخکې هم د کراچۍ ښار د ونډو د بازار په ودانۍ په ترهه ګرې حملې کې ددغې ودانۍ د څلورو ساتونکوپشمول اوه کسان او څلور ترهه ګر وژل شوي وو .
په پاکستان کې د سپاه صحابه ،جنګوي لښکر،جماعت الاحرار او طالبانو پشمول زیاتې ترهه ګرې ډلګۍ فعالیتونه کوي چې ددغه هیواد دعامو مسلمانانو ژوند ئې تر ډيره حده تریخ کړی دی .