د پاکستان او جاپان ترمینځ د ملګرتیا نوې هوکړه لاسلیک شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i91631-د_پاکستان_او_جاپان_ترمینځ_د_ملګرتیا_نوې_هوکړه_لاسلیک_شوه
د پاکستان حکومت له جاپان سره د اقتصادي ملګرتیا یوه نوې تفاهم نامه لاسلیک کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2020 03:09 Asia/Kabul
  • د پاکستان او جاپان ترمینځ د ملګرتیا نوې هوکړه لاسلیک شوه

د پاکستان حکومت له جاپان سره د اقتصادي ملګرتیا یوه نوې تفاهم نامه لاسلیک کړه.

جیو ټي وي خبر ورکړی چې د پاکستان د سمندري ټرانسپورټ وزیر پرون وویل: د ملګرتیا دغه هوکړه به د هیواد لپاره ډیره ګټه ولري چې اندازه یې په کال کښې میلیارډونو ډالرو ته رسیږي.

علي زیدي د ملګرتیا دغه تفاهم نامه د پاکستان لپاره اقتصادي بریا وبلله او زیاته یې کړه: په دې پروژه کښې د جاپانیانو د ملګرتیا وجه، د پاکستان د حکومت له خوا د هغوي د باور او اعتماد جلبول دي.

ټاکل شوې چې جاپان د پاکستان په بندري سیمو کښې پانګونه وکړي او د دواړو هیوادونو د دې ګډې پروژې په وړومبي پړاؤ کښې به ټوکیو ۴۰۰ میلیون ډالره پانګه پاکستان ته منتقله کړي.

که څه هم د دې پانګونې جزئیات نه دي اعلان شوي خو داسې ښکاري چې جاپانیان غواړي د پاکستان د کبانو د پرورش په صنعت کښې سرمایه ګذاري وکړي.

پاکستان له دې مخکښې د چیني پانګه والو په جذبولو کښې هم کامیاب عمل کړی و او د چین حکومت په پاکستان کښې د ۴۶ میلیارډ ډالرو پانګونو ته غاړه ایښې ده.