د پاکستان او جاپان ترمینځ د ملګرتیا نوې هوکړه لاسلیک شوه
د پاکستان حکومت له جاپان سره د اقتصادي ملګرتیا یوه نوې تفاهم نامه لاسلیک کړه.
جیو ټي وي خبر ورکړی چې د پاکستان د سمندري ټرانسپورټ وزیر پرون وویل: د ملګرتیا دغه هوکړه به د هیواد لپاره ډیره ګټه ولري چې اندازه یې په کال کښې میلیارډونو ډالرو ته رسیږي.
علي زیدي د ملګرتیا دغه تفاهم نامه د پاکستان لپاره اقتصادي بریا وبلله او زیاته یې کړه: په دې پروژه کښې د جاپانیانو د ملګرتیا وجه، د پاکستان د حکومت له خوا د هغوي د باور او اعتماد جلبول دي.
ټاکل شوې چې جاپان د پاکستان په بندري سیمو کښې پانګونه وکړي او د دواړو هیوادونو د دې ګډې پروژې په وړومبي پړاؤ کښې به ټوکیو ۴۰۰ میلیون ډالره پانګه پاکستان ته منتقله کړي.
که څه هم د دې پانګونې جزئیات نه دي اعلان شوي خو داسې ښکاري چې جاپانیان غواړي د پاکستان د کبانو د پرورش په صنعت کښې سرمایه ګذاري وکړي.
پاکستان له دې مخکښې د چیني پانګه والو په جذبولو کښې هم کامیاب عمل کړی و او د چین حکومت په پاکستان کښې د ۴۶ میلیارډ ډالرو پانګونو ته غاړه ایښې ده.