د ایران او پاکستان په ګډه پوله د کلایې کار بشپړیږي
د پاکستان د وزیراعظم نوي صلاحکار په راتلونکو ورځو کښې له ایران سره د دغه هیواد د ګډې پولې د ۱۰۰ کیلومیټره کلایې د بشپړیدو خبر ورکړ.
د پاکستان د وزیراعظم نوي صلاحکار په راتلونکو ورځو کښې له ایران سره د دغه هیواد د ګډې پولې د ۱۰۰ کیلومیټره کلایې د بشپړیدو خبر ورکړ.
عاصم سلیم باجوا پرون د پاکستان په سینیټ کښې له ایران سره د خپل هیواد د ۹۵۰ کیلومیټره ګډې پولې د حصار کشۍ د طرحې په هکله وویل چې دغه طرحه دوام لري.
د پاکستان د وزیراعظم صلاحکار ټینګار وکړ چې د دغې کلایې یا اغزن تار د لګولو هدف د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ګډو پولو ساتنه ده.
د ویلو ده چې له پاکستان سره په ګډه پوله د ایران په پوله ساتو ځواکونو باندې له ترهګرو حملو وروسته تهران له اسلام آباده غوښتي وو چې د امنیت پياوړتیا او پر پولو څارنه زیاته کړي.