د پاره چنار د بم چاودنې د ژوبلو شمیر زیات شوی
زمونږ خبریال راپور راکوي د پاکستان د کرمې قبایلي ضلعې په مرکز پاره چنار ښار کښې پرون طوري مارکیټ ته نږدې د سبزۍ په یوه (۱) کاریټ کښې په کیښودل شوي ریموټ کنټرول بم چاودنه کښې اولس(۱۷) کسان ژوبل شوي چې یو(۱) پکښې مرګي حاله دی .
دغه راز د پاره چنار سیمې ګڼ شمیر خلک د خبریالانو د کلب مخ ته راغونډ شول چې د دغه ترهګرې بم چاودنې پرضد اعتراض وکړي .
یوه(۱) اعتراض کونکي زاهد حسین وویل په پاره چنار او شاوخوا سیمو کښې ترهګر له تیرو کلونو راهسې دا ډول بم چاودنې او ترهګرې حملې کوي او خلک واټونو ته راوځي او اعتراضونه کوي .
هغه د پاکستان په حکومت غږ وکړ چې د خلکو د ژوند دساتلو لپاره سم اقدامات ترسره کړي .
د پاکستان د پاره چنار سیمې یوه (۱)وسیدونکي چې غوښتل نوم یې خپور نشي وویل پاره چنار او نورې سیمې ټول د پوځ په کنټرول کښې دي او دا څرنګه خبره ده چې بیا هم بم چاودنې کیږي او دا دپوښتنې ځای دی .
هغه وویل پاره چنار یوازې سیمه ده چې هلته د پوځ عسکر په بشپړه امنیت سره ګرځیدلی شي او په نورو قبایلي ضلعو کښې پوځ جرات نلري چې په ازادۍ سره تګ راتګ وکړي .
له تیرو څو کلونو راهسې طالبانو ، سپاه صحابه، لشکر جهنګوي او نورو وهابي ترهګرو ډلو په پاره چنار سیمه کښې څه دپاسه یولس (۱۱) بم چاودنې کړي چې له کبله یې له پینځوسو(۵۰۰) څخه زیات بې ګناه خلک چې اکثره پکښې ماشومان او بوډاګان شامل وو وژلي دي .