په افغانستان کې وروستیو حملو ته د پاکستان غبرګون
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وايي اسلام آباد له ډیورنډ Durand کرښې د افغان د بریدونو په ځواب کې درنې وسلې ندي کارولې.
عایشه فاروقي وویل: د افغان ځواکونو د وروستي بریدونو په ځواب کې، مونږ کولی شو د دوي کیمپونه په درنو وسلو سره په نښه کړو، خو مونږ په سیمه کې د ثبات او امنیت د ساتلو لپاره له دې کولو ډډه وکړه."
د پاکستان دیپلوماتیک ویندوې وویل: اسلام آباد نه غواړي په سیمه کې جګړه رامینځته کړي ځکه چې دا به د ټولو هیوادونو په زیان وي.
د ډیورنډ Durand کرښه په اتلس سوه درې نوییم کال کې د انګلستان داستعمار لخوا راښکلې شوې وه، خو افغانستان د پاکستان سره د رسمي پولې په توګه دا په رسمیت سره نه پیژني او په دې وروستیو کې د دواړو هیوادونو د پولیزو ځواکونو ترمینځه په دغه پوله څو ځلې نښتې رامینځته شوې دي.