له افغانستان سره د پاکستان تجارت پیل شو
Jul 27, 2020 11:12 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي له افغانستان سره د پاکستان ټرانزیټي تجارت په رسمي ډول د ګوادر بندر له لارې پیل شوی دی .
د افغانستان په چارو کښې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن وویل نن د شیانو لومړی پیټي د بلوچستان صوبې په جنوب کښې د ګوادر بندر له لارې افغانستان ته انتقال شو .
هغه وویل په راتلونکو ورځو کښې افغانستان ته د شیانو څو نور پیټي هم استول کیږي .
د پاکستان له ګوادر بندر څخه شیان په ټرکونو کښې افغانستان ته وړل کیږي .
له دې مخکې پاکستان په څه د پاسه دوه نیم میلیارډه ډالرو سره د افغانستان ترټولو ستر تجارتي شریک و خو اوس د دواړو هیوادونو د تجارت اندازه په کال کښې له اوه سوه (۷۰۰) میلیون ډالرو کمه ده .
ټیګونه