د عمران خان دوو صلاحکارانو استعفا ورکړه
Jul 30, 2020 02:05 Asia/Kabul
د پاکستان د وزیراعظم عمران خان دوو صلاحکارانو له خپلې دندې استعفا ورکړه.
د پاکستان د وزیراعظم عمران خان دوو صلاحکارانو له خپلې دندې استعفا ورکړه.
د پاکستان خبري سرچینې وايي چې د دغه هیواد د روغتیا په چارو کښې د وزیراعظم صلاحکار ډاکټر ظفر مرزا پرون خپله استعفا عمران ته وړاندې کړه.
په عین حال کښې د ټیکنالوجۍ په چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم صلاحکارې میرمن تانیه ایدروس هم له خپلې دندې استعفا ورکړه.
وزیراعظم عمران خان د دغو دواړو کسانو استعفاوې ومنلې.
د یادو استعفاګانو دقیقه وجه لا نه ده اعلان شوې.
ټیګونه