پاکستان بیا هم هندوستان ته خبرداری ورکړ
جنرال باجوا: د سیمې خطرناک حالات سبب شوي چې د پاکستان پوځ هم تل بشپړ تیارسی ووسئ.
د پاکستان د ځمکني پوځ قومندان د هند له غلیمانه تحرکاتو د اندیښنې په څرګندولو سره خبردارې ورکړ چې د پاکستان خلاف هر ډول راپارونکې اقدام به د اسلام آباد له پریکنده ځواب سره مخامخ شي.
جنرال قمر جاوید باجوا پرون د (الخالد-۱) ډوله ټانک د مخ کتنې په مراسمو کښې وویل: اسلام آباد د صلحې د پاوړتیا او له هرډول ګواښ او پارونکي اقدام سره د مقابلې لپاره د خپل هیواد د دفاعي توان پياوړتیا په ایجنډا کښې راوستې ده.
جنرال باجوا زیاته کړه: د سیمې خطرناک حالات سبب شوي چې د پاکستان پوځ هم تل بشپړ تیارسی ووسئ.
د ویلو ده چې پاکستان او هندوستان هره څه موده پس د ایټمي خولیو د وړلو په وړتیا سره د مختلفو توغندیو له آزموینې نه علاوه، نوي نوي دفاعي او پوځي تجهیزات جوړوي.