هندوستان ته د پاکستان خبرداری او د جنګ سیوری
د پاکستان د ځمکني ځواکونو قومندان د هندوستان د غلیمانه تحرکاتو څخه د اندېښنې په ښودلو سره هند ته خبرداری ورکړ چي د پاکستان په وړاندې هر ډول کاکردګي به د اسلام اباد له سخت غبرګون سره مخ شي.
د پاکستان د ځمکنيو ځواکونو قومندان ژنرال قمر جاوید باجوا د الخالد ټانک څخه د مخکتنې په پروګرام کې اعلان وکړ چي اسلام اباد د سولي د ټینګښت او له هر ډول ګواښ سره د مقابلې په موخه د دې هیواد دفاعي جوړښت پیاوړی کوي.
ژنرال قمر باجوا زیاته کړه چي د سیمي د حالاتو د امله پاکستان تل د تیارسی په حالت کې وسي.
دا په داسي حال کې دی چي د هند او پاکستان تر مینځ د ټنشنونو د زیاتېدو د امله د دواړو هیوادونو د چارواکو تر مینځ تندي خبرې شوي چی د پاکستان د فوځ تر ټولو لوی قومندان غبرګون وښیي.
د پاکستان له خوا د هند بلل شوي غلیمانه تحرکاتو په وړاندې د قمر باجوا غبرګون ښیي چي پاکستان د هند د هر ډول تحرکاتو به وړاندې او د خپلو ملي او ځمکني ګټو څخه د دفاع به موخه په لوړه سویه تیاري نیولې ده.
د تېرو دوو کلونو په موده کښې د هند او پاکستان له خوا د یو بل په وړاندې د نظامي عملیاتونو له تر سره کېدو وروسته د دواړو هیوادونو ولسونو د یوې عمومي جګړې د پیلېدو څخه وېره لري.
دې ته به کتو سره چی پاکستان او هند د ۱۹۴۷ میلادی کال یعني تر بیلتون وروسته درې ځلي یو بل سره جنګېدلي دي چي ناوړه اغېز یې تر اوسه د خلګو په ذهنونو کې پاتي دي.
په دې خاطر هر کله چي د کشمیر په سر د هند او پاکستان تر مینځ سرحدي ټنشنونه زور اخلي د دواړو هیوادونو فوځیان په سرحدي سیمو کې یو بل سره جنګیږي. او هر ځلي د دغو محدودو جګړو د رامینځ ته کېدو سره سم خلګو ته د یوې عمومي او لیې جګړې اندیښنه را پیدا کیږي.
پر دې اساس د دوارو هیوادونو یعني د پاکستان او د هند ولسونه له خپلو چارواکو څخه دا تمه لري چي په داسي یو خطرناکه حالاتو کې د ټنښنونو د راکمولو په موخه د ډیپلماسۍ څخه کار واخلي او د فوځي چارواکو د تندو خبرو مخه ونیسي تر څو د اختلافاتو د حل لپاره د مذاکراتو زمینه برابره شي.
دا په داسي حال کې دی چي د هند او پاکستان تر مینځ اختلافات دومره ژوري دي چي ځینې وختونه حتی د دواړو هیوادونو سیاسي چارواکو هم یو بل ته فوځي ګواښونه کوي.
د مثال په طور، د هند لوري وزیر نرندرا مودي په نوی دهلي کې د ۲۰۱۹ په ټاکنیزه غونډه کې د امنیتي اندېښنو څخه د یادونې په ترڅ کې د رایو د ترلاسه کولو لپاره پاکستان ته د ایټمي برید ګواښ وکړ.
د تېرو څو لسیزو تجربه ښیي چي هند او پاکستان د یو بل په وړاندې د بدنظر او د شک له وجې د ګواښ له ژبې د کارونې څخه لاس واخلي او دوه اړخیزي خبرې پیل کړي تر څو د اختلافاتو په څېړلو سره د ټنشنونو د کمولو لپاره لاري چاری پیدا کړي.
داسی یوه لید لوري وجود لري چي تر کومه هند او پاکستان د بې ځایه او یو اړخیز قضاوت تر مخه د سولي خبرې پیل نه کړي اړیکې به یې روغي نه شي او د جګړې سیوري به پر داړو هیوادونو پرته وي.