د پاکستان عسکرو په سپین بولدک بریدونه کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i91878-د_پاکستان_عسکرو_په_سپین_بولدک_بریدونه_کړي_دي
زمونږ خبریال وايي په چمن کې پرون د مسافرو له احتجاج وروسته پر ډیورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو نښته شوې چې د شپې تر ناوخته یې دوام درلود.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 31, 2020 00:21 Asia/Kabul
  • د  پاکستان عسکرو په سپین بولدک بریدونه کړي دي

زمونږ خبریال وايي په چمن کې پرون د مسافرو له احتجاج وروسته پر ډیورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو نښته شوې چې د شپې تر ناوخته یې دوام درلود.

 د کندهار ولایت چارواکي وایي، پاکستاني ځواکونو د سپین بولدک پر ځینو سیمو د توغندیو بریدونه کړي چې له امله یې ۹ ولسي وګړي وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

ګڼ شمېر ټپیان د کندهار میرویس روغتون ته رسول شوي او عام خلک هلته د وینې ورکولو لپاره ورغلي دي.

د کندهار والي هم د ټپیانو پوښتنې لپاره میرویس روغتون ته ورغلی و.

بل لور ته د افغانستان د دفاع وزارت پنجشنبه ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، لوی درستیز جنرال یاسین ضیا افغان پوځ او هوایي ځواکونو ته د چمتو اوسېدو امر کړی.

په اعلامیه کې راغلي، افغان ځواکونو ته امر شوی دی چې که د پاکستان بریدونه دوام وکړي نو ورته  ځواب دې ورکړل شي.

د افغانستان د دفاع وزارت هم ویلي چې د پاکستاني توغندیو له کبله د یو ماشوم په ګډون ۹ ولسي وګړي وژل شوي او پنځوس نور تپیان دي.

افغان او پاکستاني ځواکونه ولې سره ونښتل؟

چمن کې د دروازې تړل کېدو پر ضد له احتجاج وروسته پاکستاني ځواکونو پر احتجاج کوونکو ډزې کړې دي

سپين بولدک ولسوالۍ کې کمیسار شریف غرزي وویل، د افغان او پاکستاني ځواکونو له هغه وروسته پر یو بل ډزې پیل کړې چې د پولې ها غاړې چمن کې د پرلت کوونکو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.

رپوټونه وایي چې پاکستاني پوله ساتو ځواکونو پر هغو مساپرو هم ‌‌‌‌‌‌ډزې کړې دي چي د افغانستان له اړخه یې پاکستان ته د اوښتو هڅه کوله.