د پاکستان پارلمان د ایف ای ټي ایف لایحه تصویب کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i91884-د_پاکستان_پارلمان_د_ایف_ای_ټي_ایف_لایحه_تصویب_کړه
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان پارلمان له ترهګرۍ سره د مبارزې په شمول د مالي اقدام د ځانګړي ډلې ایف ای ټي ایف(Financial Action Task Force,) له غوښتنو سره موافقت وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 31, 2020 02:13 Asia/Kabul
  • د پاکستان پارلمان د ایف ای ټي ایف لایحه تصویب کړه

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان پارلمان له ترهګرۍ سره د مبارزې په شمول د مالي اقدام د ځانګړي ډلې ایف ای ټي ایف(Financial Action Task Force,) له غوښتنو سره موافقت وکړ .

د پاکستان د  ملي پارلمان او د  مشرانو جرګې استازیو پرون په ګډې غونډې کښې د ملي اقدام د ځانګړي ډلې ایف ای ټي ایف د تمهیداتو او د ملګروملتونو د امنیت شورا د اجنډا پراساس د پیسو د وینځلو او د ترهګرۍ له مالي تامین سره د مبارزې په لایحو کښې په اصلاحاتو له غور کولو وروسته دغه لایحه د رایو په اکثریت سره تصویب کړه .

د مالي اقدام ځانګړي ډله د خپل ځانګړي څارنې له فهرست څخه د پاکستان د نوم د ایستلو لپاره له ترهګرۍ سره مبارزې ته په ځینو اړونده قوانینو کښې د بیا کتنې غوښتنه کړي وه .

د پاکستان په پارلمان کښې د حکومت د دوو (۲) مخالفو ګوندونو په توګه د پیپلز او د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې ګوندونو د ایف ای ټي ایف د لایحې تصویبیدل د خپل هیواد د ښاریزو د اساسي حقوقو پرضد بللي دي .