د پاکستان پارلمان د ایف ای ټي ایف لایحه تصویب کړه
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان پارلمان له ترهګرۍ سره د مبارزې په شمول د مالي اقدام د ځانګړي ډلې ایف ای ټي ایف(Financial Action Task Force,) له غوښتنو سره موافقت وکړ .
د پاکستان د ملي پارلمان او د مشرانو جرګې استازیو پرون په ګډې غونډې کښې د ملي اقدام د ځانګړي ډلې ایف ای ټي ایف د تمهیداتو او د ملګروملتونو د امنیت شورا د اجنډا پراساس د پیسو د وینځلو او د ترهګرۍ له مالي تامین سره د مبارزې په لایحو کښې په اصلاحاتو له غور کولو وروسته دغه لایحه د رایو په اکثریت سره تصویب کړه .
د مالي اقدام ځانګړي ډله د خپل ځانګړي څارنې له فهرست څخه د پاکستان د نوم د ایستلو لپاره له ترهګرۍ سره مبارزې ته په ځینو اړونده قوانینو کښې د بیا کتنې غوښتنه کړي وه .
د پاکستان په پارلمان کښې د حکومت د دوو (۲) مخالفو ګوندونو په توګه د پیپلز او د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې ګوندونو د ایف ای ټي ایف د لایحې تصویبیدل د خپل هیواد د ښاریزو د اساسي حقوقو پرضد بللي دي .