پاکستان د افغانستان پوځيان تورن کړ
Aug 01, 2020 12:14 Asia/Kabul
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د افغانستان پولیز پوځیان د نښتو په پيل تورن کړ.
شبلي فراز نن ویلې دي: د افغانستان پوځیانو په پولیزه سیمه کې په پاکستاني پوځیانو ډزې کړې دي او پاکستاني پوځیان هم په ځواب ورکولو مجبور شوې دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر زیاته کړه چې یو شمیر خلکو د افغانستان سره د پولې له تړل کیدو ناوړه ګټه پورته کړه ترڅو خلک وهڅوي او هغوی دې ته اړ باسي چې د پاکستان پروړاندې اقدام وکړي او حکومتي ودانیو ته اور واچوي.
شبلي فراز وویل: "د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله د سوداګرۍ ګډه پوله ده او کابل د اسلام آباد یو مهم ګاونډی دی او دواړه خواوې د دوستانه اړیکو غوښتونکي دي."
په داسې حال کې، د افغانستان چارواکو د واړو هیوادونو په پولو کې د شخړو عامل د پاکستان پوځیان ګڼلې دي.
ټیګونه