چین پاکستان سره خپلې پوځي او امنیتی اړیکې نوره هم پراخوي
د چین او پاکستان ترمینځ د اقتصادي کریډور ستر ه پروژه یا سي پیک ، د دواړو هیوادونو ترمینځ دسټراټژيکو اړیکو د ژورتیا تر ټولو مهمه نښه ده چې په څه ډپاسه ۴۵میلیارډډالرو په ارزښت سره په سیمې کې یوه داسې ستره ګډه پروژه حسابیږي چې چین د ون بیلټ ون روډ نومې نړیوالې پروژې په چوکاټ کې پخپلې ایجنډا کې شامله کړې ده .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ په پاکستان کې د چین پوځي سلایار ون رونګ په اسلام اباد کې د پاکستان دپوځ له عمومي قوماندان جنرل قمرجاوید باجوه سره په کتنې کې وئيلی دي،د چین حکومت پاسکتنان خپل یو مهم سیمه ایز شریک ګڼي او تیار دی له دغه هیواد سره په بیلابیلو حوزو کط خپلې اړیکې پراخې کړي .
په پاکستان کې د چین پوځي اتاشي وئیلي دي ، دواړه هیوادونه په پوځي او دفاعيحوزې ګډې مانورې ترسره کولی شي او پر دې سربیره چین تیار دی،د پاکستان دپوځ د هارډوئير اړتیاوې هم تامین کړي .
ون ونګ په عین حال کې له ګډو دښمنانو سره د مقابلې لپاره د چین او پاکستان پر اتحاد هم ټينګار وکؤ .
د چین او پاکستان ترمینځ د اقتصادي کریډورستره پروژه یا سي پیک،د دواړو هیوادونو ترمینځ دسټراټژيکو اړیکو د ژورتیا تر ټولو مهمه نښه ده چې په څه ډپاسه ۴۵میلیارډډالرو په ارزښت سره په سیمې کې یوه داسې ستره ګډه پروژه حسابیږي چې چین د ون بیلټ ون روډ نومې نړیوالې پروژې په چوکاټ کې پخپلې ایجنډا کې شامله کړې ده .