د کشمیرشخړه دې په سوله ایزې او ډيپلوماټيک انداز حل شي
د پاکستان د نوي نقشې مخ کتنه په داسې حال کې ده چې نن د هندي کشمیر سیمې د کورواکۍ د ځانګړو اختیاراتو د لغوه کیدا لومړنۍ کلیزه هم ده ، په دې اړه په درست کشمیر او پاکستان کې د آزادۍ نغارې غږیږي او خلک له کشمیریانو سره خواخوږي اوپیوستون اعلانوي .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نن دغه هیواد دنوي سیاسی نقشې دمخ کتنې په دستورو کې چې د هند او پاکستان ترمینځ دکشمیر بحرانی سیمه هم پکې ترسترګو کیږي ، وئيلی دي ، دکشمیر موضوع هیڅ پوځي حل لاره نه لري ،بلکې باید د ملګروملتو دامنیت شورا د پریکړه لیکونو په اساس حل شي .
دپاکستان لومړي وزیر د هندي کشمیر سیمې د خلکو په ملاتړ سره زیاته کړې ، ددغې سیمې خلک باید خپل برخلیک پخپله وټاکي .