دهنداوپاکستان په سرحدی نښتوکې اته کسان مړه او ژوبل شول
Aug 06, 2020 01:20 Asia/Kabul
د پاکستان پوځ زیاته کړی ده ، پاکستانی عسکرو هم دغو حملو ته پریکنده ځواب ورکړ او د هندی عسکرو په مورچو یې ډزې وکړې
زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان د پوځ د عمومی اړیکو دفتر د یوې بیانیې په صادرولو سره وویل د هند پوله ساتو ځواکونو د کنټرول کرښې د داغ بهاربرخې په مسکونی سیمو ډزې وکړې چی پکې یو ملکې کس مړ او اوه هم سخت ژوبل شول .
د پاکستان پوځ زیاته کړی ده ، پاکستانی عسکرو هم دغو حملو ته پریکنده ځواب ورکړ او د هندی عسکرو په مورچو یې ډزې وکړې .
په دغه بیانیه کی راغلی دي چی هندی عسکرو د روان میلادی کال له پیل راهیسې تراوسه ۱۸۷۷ ځله د سرحدی اوربند خلاف ورزۍ کړی ده چی پکې ۱۵ پاکستانی ښازیز مړه او څه د پاسه ۱۴۴ هم ژوبل شوی دي .
ټیګونه