د پاکستان شیعیانو په اسلام ابادکې نړیواله غونډه ترسره کړه
علامه سید عارف حسینی د خپل مجاهدت په پړاو کې تل خلک له استکبار سره مبارزې ته وبلل او بالاخره استکبار د خپلو پټو عناصرو او لاس پوڅوپه وسیله هغه شهید کړ .
د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان د وحدت مسلمین شورا او نورو ګوندونو له لوری د علامه سید عارف حسین الحسینی د شهادت د ۳۲ کلیزې په مناسبت یوه غونډه ترسره کړه چی د نورو هیوادونو ویناوالو هم پکې ویناوې وکړې .
د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د اثارو د ساتلو او خپرولو دفتر هم د علامه سید عارف حسین الحسینی د شهادت د کلیزې په مناسبت په اردو ژبه په ټویټری پیغام کی د علامه شهید عارف حسین الحسینی لپاره د لوړو درجو دعا وکړه . په دغه بیغام کی راغلی دی چی علامه سید عارف حسینی د خپل مجاهدت په پړاو کې تل خلک له استکبار سره مبارزې ته وبلل او بالاخره استکبار د خپلو پټو عناصرو او لاس پوڅوپه وسیله هغه شهید کړ .
په دغه غونډه کی چی شهداې وطن او راه ولایت تر عنوان لاندې ترسره شوه ، د لبنان د حزب ا... مرستیال مشر شیخ نعیم قاسم ، د عراق د حشد الشعبی کلتوری مرستیال سید هاشم حیدری ، د اسلامی مذهبونو د تقریب د نړیوالې ټولنې عمومی منشی حمید شهریاری په شمول د اسلامی هیوادونو لوړ رتبه سیاسی او مذهبی شخصیتونو د ویډیو له لارې ګډون او ویناوې وکړې .