د پاکستان شیعیانو په اسلام ابادکې نړیواله غونډه ترسره کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92061-د_پاکستان_شیعیانو_په_اسلام_ابادکې_نړیواله_غونډه_ترسره_کړه
علامه سید عارف حسینی د خپل مجاهدت په پړاو کې تل خلک له استکبار سره مبارزې ته وبلل او بالاخره استکبار د خپلو پټو عناصرو او لاس پوڅوپه وسیله هغه شهید کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 06, 2020 01:37 Asia/Kabul
  • د پاکستان شیعیانو په اسلام ابادکې نړیواله غونډه ترسره کړه

علامه سید عارف حسینی د خپل مجاهدت په پړاو کې تل خلک له استکبار سره مبارزې ته وبلل او بالاخره استکبار د خپلو پټو عناصرو او لاس پوڅوپه وسیله هغه شهید کړ .

د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان د وحدت مسلمین شورا او نورو ګوندونو له لوری د علامه سید عارف حسین الحسینی د شهادت د ۳۲ کلیزې په مناسبت یوه غونډه ترسره کړه چی د نورو هیوادونو ویناوالو هم پکې ویناوې وکړې .

د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د اثارو د ساتلو او خپرولو دفتر هم د علامه سید عارف حسین الحسینی د شهادت د کلیزې په مناسبت په اردو ژبه په ټویټری پیغام کی د علامه شهید عارف حسین الحسینی لپاره د لوړو درجو دعا وکړه . په دغه بیغام کی راغلی دی چی علامه سید عارف حسینی د خپل مجاهدت په پړاو کې تل خلک له استکبار سره مبارزې ته وبلل او بالاخره استکبار د خپلو پټو عناصرو او لاس پوڅوپه وسیله  هغه شهید کړ .

په دغه غونډه کی  چی شهداې وطن او راه ولایت تر عنوان لاندې ترسره شوه ،  د لبنان د حزب ا... مرستیال مشر شیخ نعیم قاسم ، د عراق د حشد الشعبی کلتوری مرستیال سید هاشم حیدری  ، د اسلامی مذهبونو د تقریب د نړیوالې ټولنې عمومی منشی حمید شهریاری په شمول د اسلامی هیوادونو لوړ رتبه سیاسی او مذهبی شخصیتونو د ویډیو له لارې ګډون او ویناوې وکړې .