عمران خان په هندوستان کښې د مسافري الوتکې له پيښې خواشیني وښودله
د پاکستان وزیراعظم د هند د هوايي کرښو د مسافري الوتکې د پيښې په هکله چې په کښې د یو پایلټ په شمول ځیني مسافر مړه شول، خواشیني څرګنده کړه.
عمران خان بیګا د هندوستان د سویل د کِرالا ایالت د کالیکوټ ښار په هوايي ډګر کښې د کښیناستو پر وخت د ایر انډیا مسافري الوتکې ته ورپیښه شوې حادثه غمناکه وبلله او د دغې پیښې د مړو د کورنیو لپاره یې د صبر آرزو وکړه.
دا په دې وروستیو کښې د پاکستان او هندوستان ترمینځ له سفارتي شخړې او اختلافه یوازنې پاک پيغام دی چې په تیر څه باندې یو کال کښې د دغو دواړو هیوادونو په اړیکو کښې د روانې کشالې په دوران کښې مخابره کیږي.
د ویلو ده چې د ایر انډیا یوه الوتکه بیګا د کالیکوټ په هوايي ډګر کښې د کښیناستو یا لینډنګ په وخت له حادثې سره مخامخ شوه چې له امله یې د پایلټ په شمول ۱۶ تنه مړه او یوشمیر نور زخمي شول.