پاکستان سعودي عربستان ته پور بیرته ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92132-پاکستان_سعودي_عربستان_ته_پور_بیرته_ورکوي
جیونیوز ټیلي ويژن چینل راپور ورکړ د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي چې په تیرو څو ورځو کښې یې د هندوستان د عسکرو لخوا د کشمیر سیمې د د مسلمانانو د وژلې په وړاندې د سعودي عربستان د ال سعود رژیم د مشرانو په چپتیا سختې نیوکې کړي دي د سعودي عربستان د یو(۱) میلیارډ ډالرو قرضې چې پاکستان ته یې ورکړې وه د بیرته ورکولو خبر ورکړ او ویې وویل ریاض د هندوستان تر کنټرول لانډې د کشمیر د مسلې په هکله بې تفاوته دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 09, 2020 13:45 Asia/Kabul
  • پاکستان سعودي عربستان ته پور بیرته ورکوي

جیونیوز ټیلي ويژن چینل راپور ورکړ د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي چې په تیرو څو ورځو کښې یې د هندوستان د عسکرو لخوا د کشمیر سیمې د د مسلمانانو د وژلې په وړاندې د سعودي عربستان د ال سعود رژیم د مشرانو په چپتیا سختې نیوکې کړي دي د سعودي عربستان د یو(۱) میلیارډ ډالرو قرضې چې پاکستان ته یې ورکړې وه د بیرته ورکولو خبر ورکړ او ویې وویل ریاض د هندوستان تر کنټرول لانډې د کشمیر د مسلې په هکله بې تفاوته دی .

کارپیژاندي باوري دي سعودي عربستان له هندوستان سره د ګډو ګټو د لرلو په دلیل تیار نه دی د نوي ډیلي تر ولکې لاندې د کشمیر سیمې د مسلې او هلته د دیره مسلمانانو د ناوړه حالت په هکله څه خبره وکړي .

سعودي عربستان له امریکا او ځینو نورو عربو هیوادونو سره یوځاې په ټوله دنیا کښې د ترهګرو ستر ملاتړی او مرسته کونکی هیواد دی .