ایران او پاکستان د ریلی ټرانسپورټ په حوزه کې ملګرتیا پراخوی
ښاغلی حسینی د اکو د کانټینری اورګاډی د اجرا چټکتیا ضروری وبلله او زیاته یې کړه د تهران ، اسلام اباد او پیکنګ د درې اړخیزو ملګرتیاو له لارې د ایران او پاکستان د ریلی اړیکو په پیاوړی کولو کې د چین له ظرفیته ګټه پورته کول مهم دي .
په اسلام اباد کی د ایران سفیر سید محمد علی حسینی د پاکستان له ریلوې وزیر شیخ رشید سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو د ریلی ملګرتیاو په اړه د پخوانیو موافقو په تیره بیا د کویټه ، تفتان ، زاهدان په لاره کې د اورګاډیو د شمیر له نظره د ظرفیت د زیاتولو غوښتنه وکړه .
ښاغلی حسینی د اکو د کانټینری اورګاډی د اجرا چټکتیا ضروری وبلله او زیاته یې کړه د تهران ، اسلام اباد او پیکنګ د درې اړخیزو ملګرتیاو له لارې د ایران او پاکستان د ریلی اړیکو په پیاوړی کولو کې د چین له ظرفیته ګټه پورته کول مهم دي .
شیخ رشید هم په دغه کتنه کې له اسلامی ایران سره د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړتیا په تیره بیا د ریلی ټرانسپورټ په زمینه کې د دغه هیواد د حکومت په هلو ځلو په ټینګار سره وویل د کویټه او تفتان د ریلی کرښې د نوی کولو د طرحې بشپړیدا به د تجارت او همداراز د دواړو هیوادونو د خلکو د تګ راتګ د پراختیا سبب شی .